د هرات ــ خواف اوسپنې پټلۍ اړوند خبرې اترې
دلو 01, 1403 13:46 Asia/Kabul
د ایران یو پلاوي هرات او کابل ته د سفر په ترڅ کې د سرپرست حکومت له چارواکو سره وکتل، ترڅو د خواف-هرات د اورګاډي کرښې ستونزې حل کړي او د افغانستان په خصوصي او عامه سکتورونو کې د توکو د لیږد په اړه بحث وکړي.