د لویدیځ په بې مسولیتوب د پاکستان نیوکه
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i39994-د_لویدیځ_په_بې_مسولیتوب_د_پاکستان_نیوکه
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت افغان کډوالو ته د ویزو ورکولو په برخه کې د بهرنیو هېوادونو پر کړنو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې دوی اسلام اباد د کډوالو د حقونو په نقض تورنوي، خو پخپله یې په دې برخه کې خپلې ژمنې نه دي پوره کړې.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
دلو 01, 1403 13:43 Asia/Kabul
  • د لویدیځ په بې مسولیتوب د پاکستان نیوکه

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت افغان کډوالو ته د ویزو ورکولو په برخه کې د بهرنیو هېوادونو پر کړنو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې دوی اسلام اباد د کډوالو د حقونو په نقض تورنوي، خو پخپله یې په دې برخه کې خپلې ژمنې نه دي پوره کړې.

دې ادارې ویلي چې دوی هم مسؤلیتونه لري چې باید یې مراعات کړي؛ خو تر اوسه پورې، دغو هېوادونو افغانانو سره د خپلو ژمنو په پوره کولو کې پاتې راغلي دي.د ناروې د کډوالو شورا مشر چې پخوا یې افغانستان ته سفر کړی و، د افغان کډوالو د وضعیت په اړه اندیښنه څرګنده کړې وه.خو د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په ځواب کې وویل چې هېواد یې له څلوېښتو کلونو راهیسې د میلیونونو افغان کډوالو کوربه توب کړی او په سخاوتمندانه ډول یې هرکلی کړی دی.خو؛ په تېر کال کې د اسلام اباد لخوا د زرګونو افغان کورنیو ایستل، او همدارنګه د هغوی د یو شمېر کسانو نیول او شکنجه کول پراخې نیوکې راپارولي دي.