افغانستان ته په نه ستنیدو د امریکا ټینګار
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i39993-افغانستان_ته_په_نه_ستنیدو_د_امریکا_ټینګار
د ډونالډ ټرمپ د ملي امنیت سلاکار مایک والټز ټینګار کړی چې امریکايي ځواکونه به افغانستان ته بیرته لاړ نشي
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
دلو 01, 1403 13:43 Asia/Kabul
  • افغانستان ته په نه ستنیدو د امریکا ټینګار

د ډونالډ ټرمپ د ملي امنیت سلاکار مایک والټز ټینګار کړی چې امریکايي ځواکونه به افغانستان ته بیرته لاړ نشي

هغه روښانه کړه چې افغانستان د دوی لپاره مهم دی، خو افغانستان ته ستنیدل ممکن نه دي او دوی به په لرې پرتو سیمو کې خپل استخباراتي فعالیتونو ته دوام ورکړي.هغه ویلي دي چې متحده ایالات نه غواړي په افغانستان کې یوې نوې جګړې ته داخل شي، خو ددغه هیواد له خاورې څخه به د دوی پر وړاندې د نویو بریدونو مخه ونیسي.والټز د هغو کسانو له ډلې څخه دی چې په دوه زره یوویشتم کال کې یې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو بهیر په کلکه تر پوښتنې لاندې راوستې ده، او ویلي یې دي چې د جو بایډن اداره په بدترین ډول له افغانستان څخه ووتهنوموړی به د امریکا په نوي دولت کې یوه مهمه او کلیدي دنده پر غاړه واخلي