بلخ کې د پهلوانۍ لوبه
دلو 01, 1403 13:42 Asia/Kabul
د بلخ ولایت د بدني روزنې او سپورت ریاست، د دغه ولایت د کشنده ولسوالۍ د لوبغاړو په همکارۍ، د کورش د غیږ نیولو سیمه ییزه سیالي ترسره کړه.
ویل کیږي چې دا سیالۍ د شمالي ولایتونو د اتيا پهلوانانو په ګډون سره ترسره شوې.په دې سیالیو کې، د بلخ ولایت غېږ نیوونکو لومړی مقام وګاټه، او د جوزجان او سمنګان ولایتونو دویم او درېیم مقامونه وګټل.غېږ نیونه یو له هغو لوبو څخه دی چې د افغانستان په تاریخ کې ریښې لري او د افغانانو لپاره خورا مهمه او زړه راښکونکې لوبه ده