د نجونو زده کړې پر ممنوعیت د ستانکزي نیوکه
جدی 30, 1403 16:41 Asia/Kabul
د سرپرست حکومت بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال وايي چې د نجونو لپاره د ښوونځیو او پوهنتونونو د تړلو په اړه د حکومت پریکړه هیڅ شرعي اساس نلري. عباس ستانکزي وویل چې د نجونو او ښځو د زده کړې بندیز یوازې د هبت الله آخندزاده شخصي نظر دی.