افغانستان سره د سوداګرۍ آسانتیاوو لپاره د پاکستان پرېکړه
جدی 30, 1403 13:08 Asia/Kabul
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق وویل چې اسلام آباد له افغانستان سره د ټرانزیټي سوداګرۍ لپاره د بانکي تضمین شرط بدل کړی دی
رامنځته کړي.د پاکستان ځانګړي استازي ټینګار وکړ چې دا پریکړه د افغان سوداګرو او مصرف کونکو د ملاتړ لپاره شوې ده. هغه دا اقدام د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ د اسانتیا په لور یو ګام وباله.پخوا، افغان سوداګر اړ وو چې د لویو بار وړلو واردولو لپاره بانکي تضمینونه ورکړي. د سوداګرۍ د لګښتونو د زیاتوالي سربیره، دا طریقه د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ په برخه کې یو له لویو ننګونو څخه ګرځیدلې وه