کډوالو چارو وزارت کې د مولوي عبدالکبیر د کار پیل
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i39964-کډوالو_چارو_وزارت_کې_د_مولوي_عبدالکبیر_د_کار_پیل
د سرپرست حکومت د ریاست الوزرا پخواني سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر، د کډوالو او راستنیدونکو چارو د سرپرست وزیر په توګه تر ټاکل کیدو نهه ورځې وروسته کار پیل کړ
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
جدی 30, 1403 13:06 Asia/Kabul
  • کډوالو چارو وزارت کې د مولوي عبدالکبیر د کار پیل

د سرپرست حکومت د ریاست الوزرا پخواني سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر، د کډوالو او راستنیدونکو چارو د سرپرست وزیر په توګه تر ټاکل کیدو نهه ورځې وروسته کار پیل کړ

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت ویلي چې مولوي عبدالکبیر د شنبې په ورځ په یوه غونډه کې د وزارت د نوي سرپرست په توګه کارکونکو ته وروپېژندل شو.د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، مولوي عبدالکبیر وویل هغه به هڅه وکړي چې کډوالو ته غوره خدمات وړاندې کړي.ملاهبت الله آخندزاده د جدي میاشتې په شلمه مولوي عبدالکبیر د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیالۍ څخه ګوښه او د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت د سرپرست په توګه وټاکههغه د خلیل الرحمن حقاني ځای ناستی شو، چې د قوس په یوویشتمه د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت کې دننه په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شو.خو تر اوسه د مولوي عبدالکبیر پر ځای د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ریاست ته څوک نده پېژندل شوی