افغانستان له سره صلیب څخه غواړي چې لرې پرتو سیمو ته پاملرنه وکړي
جدی 30, 1403 16:35 Asia/Kabul
د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د سره صلیب او سرې میاشتې نړیوال فدراسیون د آسیا حوزې له مشر الکساندر متیو سره په لیدنه کې د افغانستان لرې پرتو سیمو ته د پاملرنې غوښتنه کړې ده.
متقي همدارنګه د سره صلیب او سرې میاشتې د نړیوالو فدراسیونونو څخه وغوښتل چې د افغانستان په ولایتونو کې خپل روغتیايي او مرستندویه مرکزونه پیاوړي کړي ترڅو د طبیعي پیښو په وخت کې اړمنو کسانو ته په وخت پاملرنه وشي.هغه د زړه د ناروغیو لرونکو ناروغانو په درملنه کې د فدراسیون د همکارۍ غوښتنه هم وکړه.د سره صلیب د نړیوال فدراسیون مشر هم ویلي دي چې دا اداره به په افغانستان کې د اړمنو خلکو ملاتړ ته دوام ورکړي.د یادونې وړ ده چې په دې غونډه کې، دواړو خواوو د بشري همکاریو د زیاتوالي په ځانګړې توګه د روغتیا سکټور تمویل او تجهیز په اړه هم خبرې وکړې.