د غزې اوربند په اړه د جنرال قاآني څرګندونې
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i39962-د_غزې_اوربند_په_اړه_د_جنرال_قاآني_څرګندونې
د ایران سپاه د قدس ځواک قوماندان جنرال اسماعیل قاآني په یوه وینا کې وویل چې نن د صهیونیستي رژیم لپاره د ذلت ورځ ده.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
جدی 30, 1403 13:03 Asia/Kabul
  • د غزې  اوربند په اړه د جنرال قاآني څرګندونې

د ایران سپاه د قدس ځواک قوماندان جنرال اسماعیل قاآني په یوه وینا کې وویل چې نن د صهیونیستي رژیم لپاره د ذلت ورځ ده.

قاآني په غزه کې د اوربند تړون ته په اشارې سره وویل چې د صهیونیستي رژیم د ماشومانو وژونکو مجرمینو چې د فلسطین او لبنان د خلکو په وړاندې یې د پنځلسو میاشتو په ترڅ کې د بې شمیره جرمونو وروسته، نن د ذلت په اوج کې اوربند ته اړ شول.د ایران سپاه د قدس ځواک قوماندان ټینګار وکړ چې دا اوربند په صهیونیستي رژیم باندې تحمیل شوی او هغه خبرې اترې چې په تیرو څو میاشتو کې شوي دي د پخوانیو خبرو اترو پایلې دي چې دغه رژیم پخوا رد کړې وې.د هغه په وينا، په نوي اوربند کې ټولې هغه مادې پلي شوې دي چې د فلسطيني مقاومت له خوا غوښتل شوې وې.