کرمه کې د نا امنیو ډیروالی
جدی 29, 1403 17:04 Asia/Kabul
له پاکستان څخه راپورونه وايي چې د پښتونخوا په کرمه ایجنسۍ کې ناکراریو یو ځل بیا روز اخسیتی دی.
سیمه ییزو چارواکو ویلي چې یو شمېر ترهګرو د خوراکي توکو پر لاریو برید وکړ، چې یو پولیس یې وواژه او څلور نور یې ټپیان کړل.په ورته وخت کې، نن د دغو موټرو د شپږو موټرچلوونکو جسدونه هم وموندل شول.سره له دې چې په سیمه کې د قومونو ترمنځ د اوربند تړون شوی و، د پښتونخوا سیمه ییز دولت سیمې ته لسګونه لارۍ چې خوراکي توکي یې لېږدول، لیږلي وو، خو د نامعلومو وسله والو له خوا پرې برید وشو