جدی 29, 1403 17:03 Asia/Kabul
  • پوښلې فضا کې د لوړې مراسم

د امریکا د ولسمشرۍ د لوړې مراسمو کمیسیون ویلي دي چې د سختې سړې هوا له امله به مراسم په بنده فضا کې ترسره شي

اوس، د امریکا د ولسمشر په توګه د ډونالډ ټرمپ د لوړې مراسم د معمول په څیر چې د کانګرس ماڼۍ څخه بهر ترسره کیدل دا ځل د یوې تړلې فضا دننه روتوندا سالون کې ترسره کیږي.ټاکل شوې ده چې د ټرمپ د لوړې مراسم د روانې اونۍ د دوشنبې په ورځ ترسره شي، او هغه به په رسمي ډول د اوسني ولسمشر جو بایډن څخه په متحده ایالاتو کې واک په لاس کې واخلي.اټکل کیږي چې د لوړې په ورځ به تودوخه منفي یوولس درجو ته ورسېږي ، چې په ورستیو څو کلونو کې متحده ایالاتو کې تر ټولو سخته سړه هوا ده