جدی 29, 1403 17:01 Asia/Kabul
  • افغانستان کې د جنایتونو پټول

د روسیې بهرنیو چارو وزارت بریتانیا او د ناټو غړي هیوادونه په تیرو شلو کلونو کې په افغانستان کې د ترسره شویو جنګي جرمونو په پټولو تورن کړي دي.

د یاد وزارت ویاندې ماریا زاخارووا وویل چې د شته شواهدو پر بنسټ، دا هیوادونه هڅه کوي چې په افغانستان کې د خپل هیواد د سرتیرو لخوا د ترسره شویو جرمونو د قضیو څیړنه محدوده کړيهغه وویل چې ډیری څېړنې په ورته ډول په پټه ودرول شوې، او ناټو د دوه زره یو او دوه زره یوویشت کلونو ترمنځ پرته له کوم حساب ورکولو جرمونه ترسره کړل.د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویاندې ټینګار وکړ چې اوس مهال ډیری داسې قضیې شتون لري چې د ناټو ډیری افسرانو پکې شاهدي ورکړې ده؛ خو لوېدیځو حکومتونو دا بند ساتلی دی