افغانستان سره د هند تعامل پیاوړتیا
جدی 29, 1403 13:30 Asia/Kabul
د هند بهرنیو چارو وزارت ویاند، رندهیر جیسوال وايي هیواد یې هڅه کوي چې د افغانستان له خلکو سره د بشري همکارۍ په برخه کې خپلې اړیکې پراخې کړي
هغه په اماراتو کې د هندي چارواکو او د سرپرست حکومت د چارواکو ترمنځ د لیدنې په اړه وویل چې دا کتنه په تیرو درې نیمو کلونو کې د دې هیواد او کابل ترمنځ د لوړې کچې تعامل استازیتوب کوي.ښاغلي جیسوال وویل چې د دې غونډې موخه، چې د امیر خان متقي او ویکرم میسري ترمنځ ترسره شوه،موخه یې له افغانانو سره د اوږدمهاله اړیکو ټینګول دي.په افغانستان کې د سرپرست حکومت له جوړېدو راهیسې د کابل او ډیلي ترمنځ اړیکې ډېرې کمزورې وې، خو اوس دواړه خواوې غواړي چې دا اړیکې پراخې کړي