د افغانستان په تړاو د ایران او روسیې خبرې اترې
جدی 29, 1403 13:30 Asia/Kabul
د ایران ولسمشر ډاکټر مسعود پزشکیان وايي چې روسیې ته د خپل سفر پر مهال یې له ولادیمیر پوتین سره د افغانستان په اړه هم خبرې وکړې.
هغه وویل چې په افغانستان کې سوله، د امنیتي همکاریو زیاتوالی، او د ترهګرۍ سره مبارزه هغه موضوعات دي چې د دواړو خواوو ترمنځ د سیمه ایزو اندیښنو په پام کې نیولو سره بحث شوي دي.د ایران ولسمشر په یوه ګډه خبري غونډه کې ټینګار وکړ چې د شانګهای همکارۍ سازمان او بریکس کې د همکارۍ له لارې د سیمه ییزو اړیکو پراخول د سیمې په شرایطو مثبت اغیز لرلی شي.ښاغلي پزشکیان ویلي دي چې تهران په دې باور دی چې له ګاونډیانو سره باید اړیکې پیاوړې شي. په ځانګړې توګه د هغو هېوادونو سره چې دا هېواد ورسره نږدې اړیکې لري.