د افغانستان او ایران ترمنځ روغتیايي همکاري
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i39914-د_افغانستان_او_ایران_ترمنځ_روغتیايي_همکاري
د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر علي رضا بیګدلي په کابل کې د سرپرست حکومت د روغتیا وزیر نور جلال جلالي سره وکتل او په کابل او بامیان ولایتونو کې یې د ایران لخوا د جوړیدونکو روغتونونو په اړه خبرې وکړې
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
جدی 29, 1403 13:28 Asia/Kabul
  • د افغانستان او ایران ترمنځ روغتیايي همکاري

د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر علي رضا بیګدلي په کابل کې د سرپرست حکومت د روغتیا وزیر نور جلال جلالي سره وکتل او په کابل او بامیان ولایتونو کې یې د ایران لخوا د جوړیدونکو روغتونونو په اړه خبرې وکړې

په دې لیدنه کې، دواړو خواوو د باکیفیته درملو د برابرولو او د روغتیا په برخه کې د دوه اړخیزې همکارۍ په اړه هم بحث او مشورې وکړې.د سرپرست حکومت د روغتیا وزارت د خبر له مخې، دوی په کابل او بامیان کې د ایران لخوا د جوړیدونکو روغتونونو د ودانیزو کارونو د بیا پیل په اړه بحثونه وکړل.په دې ناسته کې نور جلال جلالي وویل؛ موږ په افغانستان کې د روغتیا سیسټم د پیاوړتیا لپاره لوړ کیفیت لرونکي درملو او عصري طبي تجهیزاتو ته اړتیا لرو. د افغانستان او ایران ترمنځ د ښو دوه اړخیزو اړیکو او همکارۍ پر بنسټ، موږ کولی شو غوزه طبي چړپړونه وړاندې کړو.ښاغلي بیګدلي دا ژمنه هم وکړه چې ایران به په دې برخه کې خپل ملاتړ ته دوام ورکړي