تهران ته د قضايي پلاوي سفر
جدی 29, 1403 13:11 Asia/Kabul
د سرپرست حکومت د سترې محکمې د اداري مرستیال عبدالمالک حقاني په مشرۍ یو پلاوی د افغان بندیانو په اړه د مشورو لپاره تهران ته سفر کړی دی
د سرپرست حکومت سترې محکمې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دې سفر موخه به د قضايي همکارۍ پیاوړتیا، په ایران کې د افغان بندیانو د حقونو ډاډمنول، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو ښه کول او د بندیانو د استرداد موضوع تعقیبول وي.دې ادارې ویلي چې قضايي پلاوی به د دې دوه ورځني سفر په جریان کې د ایران د عدلیې وزیر، د استرداد کمیټې مشر او نورو لوړ پوړو ایراني چارواکو سره خبرې اترې وکړي.تر دې مخکې د ایران یو قضايي پلاوی کابل ته سفر کړی و او د سرپرست حکومت له چارواکو سره یې لیدلي او خبرې اترې کړې وې.