د واورې له کبله د سالنګ لارې تړل کیدل
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i39912-د_واورې_له_کبله_د_سالنګ_لارې_تړل_کیدل
د سرپرست حکومت د ټولګټو چارو وزارت وايي چې د سالنګ په سیمه کې د درنو واورو او طوفانونو له امله دا لویه لاره د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
جدی 29, 1403 13:10 Asia/Kabul
  • د واورې له کبله د سالنګ لارې تړل کیدل

د سرپرست حکومت د ټولګټو چارو وزارت وايي چې د سالنګ په سیمه کې د درنو واورو او طوفانونو له امله دا لویه لاره د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده.

د دې ادارې ویاند محمد اشرف حق شناس نن وویل چې دا لویه لاره د شپې له یولس نیمو بجو راهیسې تړل شوې ده او تر بلې خبرتیا پورې به د مسافرو او بار وړونکو موټرو پر مخ تړلې وي.هغه وويل چې طوفان او واوره لا هم په سيمه کې دوام لري، او د سالنګ د لارې د ساتنې پرسونل له زيانمنو سيمو څخه موټرونه او خلک باسي.یاد وزارت له خلکو غوښتي چې له کوم اړین کار پرته دې سالنګ ته سفر نه کوي