جدی 27, 1403 17:00 Asia/Kabul
  • د راشد خان د لومړي مقام حفظ کېدل

د کرېکت نړیوالې شورا د یو ورځنیو لوبو د توپ اچوونکو په ډلبندۍ کې راشدخان لاهم پکې لومړی ځای لري

راشدخان په دغو لوبو کې په شپژ سوه نهه شپیته نمرو سره په دغې ډلبندۍ کې ترټولو مخکښ لوبغاړی دی.راشدخان د ملا د عملیات او استراحت وروسته د زېمبابوې پر وړاندې په ټېسټ، یو ورځنیو او شل اوریزو لوبلړیو کې برخه واخیسته.راشد خان د شل اوریزو لوبو په توپ اچوونکو کې هم اووم ځای لري.د لړم په پنخه ویشتمه بیا د دغې شورا له‌خوا د غوره الراونډرانو یو نوملړ خپور شو چې پکې راشدخان په درېیم ځای کې دی.