د یوناما په دفتر د برید اړوند د ملګرو ملتونو څېړنه
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i40545-د_یوناما_په_دفتر_د_برید_اړوند_د_ملګرو_ملتونو_څېړنه
په کابل کې د یوناما دفتر ته نږدې د ډزو په غبرګون کې، د ملګرو ملتونو ویاند سټیفان دوجاریک وویل چې دا اداره دا موضوع له نږدې څېړي.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
دلو 17, 1403 13:13 Asia/Kabul
  • د یوناما په دفتر د برید اړوند د ملګرو ملتونو څېړنه

په کابل کې د یوناما دفتر ته نږدې د ډزو په غبرګون کې، د ملګرو ملتونو ویاند سټیفان دوجاریک وویل چې دا اداره دا موضوع له نږدې څېړي.

دوجاریک وویل ستونزمنه ده چې د هغو کسانو په انګېزه پوه شو چې دا اقدام یې ترسره کړ نو له همدې امله په دې برخه کې څېړنې په جدي توګه پیل شوې دي.دوه ورځې وړاندې، وسله والو د ملګرو ملتونو د ساتونکو پر پوستې ډزې وکړې.د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وویل چې د دوی یو سرتیری په ډزو کې وژل شوی او د ملګرو ملتونو یو کارمند په سطحي ډول ټپي شوی دی.