په یمن کې د بشري ناورین پراخېدل
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i39856-په_یمن_کې_د_بشري_ناورین_پراخېدل
د ملګرو ملتونو د بشردوستانه چارو لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې او د بېړنیو مرستو سرپرستې جویس مسویا ویلي چې، په یمن کې بشري ناورین اوس مهال د دغه هېواد د نولس اعشاریه پنځه میلیونو خلکو ژوند له ګواښ سره مخ کړی دی
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
جدی 27, 1403 13:29 Asia/Kabul
  • په یمن کې د بشري ناورین پراخېدل

د ملګرو ملتونو د بشردوستانه چارو لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې او د بېړنیو مرستو سرپرستې جویس مسویا ویلي چې، په یمن کې بشري ناورین اوس مهال د دغه هېواد د نولس اعشاریه پنځه میلیونو خلکو ژوند له ګواښ سره مخ کړی دی

آغلې مسویا چې امنیت شورا ته یې د یمن د وضعیت په اړه خپل راپور وړاندې کاوه، ویلي چې، د دغه هېواد کابو نیمايي نفوس چې له اوولس میلیونو څخه زیات دی، د خپلو خوراکي اړتیاوو د پوره کولو توان نه لري.هغه تېره میاشت د یمن پر مهمو ملکي تاسیساتو باندې د بریدونو زیاتوالي ته په اشارې سره ویلي چې: پر حدیده او صنعا باندې د اسرائیلو هوايي بریدونو په لسګونو ملکي وګړي وژلي او ژوبل کړي دي او ملکي بنسټونو ته یې د پام وړ زیان اړولی دی.د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې ویلي چې یمن د خپلو خلکو لپاره د اړتیا وړ خوراکي توکو دوه پر درېیمه برخه او د ټولو درملو او طبي تجهیزاتو څه باندې نوي سلنه واردوي.