له ملګرو ملتونو څخه د متقي غوښتنه
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i39854-له_ملګرو_ملتونو_څخه_د_متقي_غوښتنه
د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د ملګرو ملتونو له ادارو سره د همغږۍ په ناسته کې ویلي چې د خلکو د اړتیاوو پر بنسټ له افغانستان سره د مرستو دوام یوه اساسي اړتیا ده
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
جدی 27, 1403 13:26 Asia/Kabul
  • له ملګرو ملتونو څخه د متقي غوښتنه

د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د ملګرو ملتونو له ادارو سره د همغږۍ په ناسته کې ویلي چې د خلکو د اړتیاوو پر بنسټ له افغانستان سره د مرستو دوام یوه اساسي اړتیا ده

هغه ویلي دا مرستې باید داسې وي چې د افغانانو لپاره اوږدمهاله ګټه ولري.متقي دغه څرګندونې د ملګرو ملتونو له ادارې سره د سرپرست حکومت د همغږۍ په څلورمه ناسته کې کړي دي.په دې ناسته کې د اقتصادي ثبات، روغتیا او تغذیې، پوهنې، اقتصاد، د خوړو خوندیتوب، له نشه یي توکو سره د مبارزې، اقلیمي بدلون، کډوالو او داخلي بې ځایه شویو په اړه خبرې وشوې.د بهرنیو چارو وزارت سرپرست دغه راز له ګاونډیو هېوادونو څخه د راستنېدونکو کډوالو د دایمي استوګنې موضوع، د بزګرانو لپاره د بدیل معیشت د برابرولو، د اقلیمي بدلون په برخه کې نړیوالو مالي سرچینو ته د افغانستان د لاسرسي ډاډ، له روغتیايي سکټور څخه ملاتړ او د ماین پاکۍ برخې ته پاملرنه، د افغانستان د لومړیتوبونو په توګه یاد کړل.