د سړې هوا له امله د ۱۰ تنو مړه کېدل
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i39853-د_سړې_هوا_له_امله_د_۱۰_تنو_مړه_کېدل
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر یا اویا ویلي چې په تېره یوه میاشت کې، د درنو واورو او بارانونو له امله چې په بغلان، فاریاب، کونړ، نورستان او لغمان ولایتونو کې یې زیانونه اړولي؛ په دغو ولایتونو کې د سړې هوا له امله لږ تر لږه لس تنه مړه شوي دي
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
جدی 27, 1403 13:24 Asia/Kabul
  • د سړې هوا له امله د ۱۰ تنو مړه کېدل

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر یا اویا ویلي چې په تېره یوه میاشت کې، د درنو واورو او بارانونو له امله چې په بغلان، فاریاب، کونړ، نورستان او لغمان ولایتونو کې یې زیانونه اړولي؛ په دغو ولایتونو کې د سړې هوا له امله لږ تر لږه لس تنه مړه شوي دي

دغه ادارې ویلي چې، په افغانستان کې بشري وضعیت د تېر میلادي کال په پرتله ډېر خراب شوی دی.دغه بنسټ ویلي چې دوى په ولايتونو کې له سيمه ايزو ادارو سره د زيانمنو شويو کسانو د مرستې لپاره خپلو همکاريو ته دوام ورکوي او هڅه کوي چې د خلکو لومړنۍ اړتياوې پیدا کړي.افغانستان د خپلې غرنۍ جغرافيې له امله، د واورې سوړ موسم لري او د معياري ټرانسپورتي لارو د نشتوالي له امله، دغه ستونزه هر کال په محرومو سيمو کې د خلکو د مرګ لامل ګرځي.