د ترافيکي پېښو له امله د ۲ زره کسانو مړینه
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i39852-د_ترافيکي_پېښو_له_امله_د_۲_زره_کسانو_مړینه
د کورنیو چارو وزارت د ترافیکو عمومي ریاست ویلي چې، د روان کال له پیله تر اوسه شاوخوا دوه زره کسان په ترافیکي پېښو کې وژل شوي دي
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
جدی 27, 1403 13:16 Asia/Kabul
  • د ترافيکي پېښو له امله د ۲ زره کسانو مړینه

د کورنیو چارو وزارت د ترافیکو عمومي ریاست ویلي چې، د روان کال له پیله تر اوسه شاوخوا دوه زره کسان په ترافیکي پېښو کې وژل شوي دي

د ترافيکو مدير حسيب الله مختار ویلي چې د ټپيانو په پرتله د مړو شمېر ډېر دى.هغه ټینګار کړی چې په همدې موده کې په افغانستان کې شاوخوا څلور زره ترافیکي پېښې ثبت شوي چې دا یوه ډېره د اندېښنې وړ شمېره ده.د سرپرست حکومت د ترافيکو عمومي مشر ټينګار کړی چې داسې يوه کړنلاره په پام کې نيول شوې، څو د افغانستان په لويو لارو کې ترافيکي قوانين پلي شي.دا په داسې حال کې ده چې د کابل-کندهار پر لويه لاره يوه ترافيکي پېښه چې له امله يې پنځوس تنه مړه او شپيته تنه ټپيان شول، په تېره یوه میاشت کې د دغه ډول تر ټولو خونړۍ پېښه وه.