د افغانستان او پاکستان ترمنځ د شخړو لامل
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i39819-د_افغانستان_او_پاکستان_ترمنځ_د_شخړو_لامل
د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال عاصم منیر وايي چې له افغانستان سره د دوی د کړکېچ اصلي لامل د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د ترهګرۍ مسله او د تحریک طالبان پاکستان ډلې شتون دی.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
جدی 26, 1403 14:03 Asia/Kabul
  • د افغانستان او پاکستان ترمنځ د شخړو لامل

د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال عاصم منیر وايي چې له افغانستان سره د دوی د کړکېچ اصلي لامل د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د ترهګرۍ مسله او د تحریک طالبان پاکستان ډلې شتون دی.

د پاکستان د پوځ مشر یو ځل بیا ادعا وکړه چې د افغانستان په خاوره کې د ټي ټي پي شتون ثابت شوی او سرپرست حکومت د اسلام آباد اندیښنو ته سم ځواب نه دی ورکړی.عاصم منیر دا موضوع د پښتونخوا په مرکز پیښور کې د مختلفو سیاسي ګوندونو مشرانو سره په یوه غونډه کې راپورته کړه.هغه یو ځل بیا ادعا کړې چې ترهګري د افغانستان له خاورې پاکستان ته داخله شوې ده؛ هغه تور چې سرپرست حکومت یې ردوي او وايي چې د شواهدو پر بنسټ، د داعش ترهګره ډله اوس مهال په بلوچستان ایالت کې پرته له کومې اندیښنې روزل کیږي او تمویل کیږي.