احتمالي ګواښونو ته د ایران ځواب
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i39817-احتمالي_ګواښونو_ته_د_ایران_ځواب
د ایران اسلامي جمهوریت ولسمشر ډاکټر مسعود پزشکیان له این بي سي نیوز سره په مرکه کې ټینګار وکړ چې ایران به د خپلو اټومي تاسیساتو پر وړاندې د هر ډول اقدام ځواب ورکړي.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
جدی 26, 1403 14:01 Asia/Kabul
  • احتمالي ګواښونو ته د ایران ځواب

د ایران اسلامي جمهوریت ولسمشر ډاکټر مسعود پزشکیان له این بي سي نیوز سره په مرکه کې ټینګار وکړ چې ایران به د خپلو اټومي تاسیساتو پر وړاندې د هر ډول اقدام ځواب ورکړي.

ښاغلي پزشکیان ټینګار وکړ چې ایران د متحده ایالاتو د ګواښونو په ځواب کې د تاوتریخوالي هڅه نه کوي ځکه چې دا مسله د ټولو خواوو لپاره زیان رسونکې ده.د ایران ولسمشر ټینګار کړی چې ایران له جګړې نه وېرېږي؛ خو هغه هم د دې په لټه کې نه دی او هیله لري چې داسې څه به پېښ نشي.هغه همدارنګه ټینګار وکړ چې ایران د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په مشرۍ د امریکا د راتلونکي ادارې سره خبرو اترو او هوکړې ته چمتو دی