د بندیانو تبادلې اړوند پر واشنګټن د مجاهد نیوکه
د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د دوی او د امریکا دولت ترمنځ د پټو خبرو اترو په اړه په یوه راپور کې ویلي چې کابل چمتو دی چې د خپلو شرایطو پر بنسټ د بندیانو تبادله وکړي.
هغه ټینګار وکړ چې متحده ایالاتو تر اوسه پورې په دې برخه کې کوم اغیزمن اقدام نه دی کړی او دوی په دې تمه دي چې واشنګټن به په دې برخه کې په صادقانه او دقیق ډول عمل وکړي.مجاهد ویلي دي موږ هیله لرو چې افغان بندیان به له ګوانتانامو څخه خوشې شي ځکه چې دا دوه اړخیزه معامله ده او افغانستان او متحده ایالاتو دواړو ته به ګټه ورسوي.دا په داسې حال کې ده چې په لویدیځو رسنیو کې د خپرو شویو راپورونو له مخې، جورج ګلزمن، رایان کوربت او محمود شاه حبیبي درې امریکایي وګړي دي چې له دوه زره دوه ویشتم کال راهیسې په افغانستان کې بندیان دي.که څه هم په کابل کې چارواکو د محمود شاه حبیبي د برخلیک په اړه ناخبري څرګنده کړې، خو ویلي یې دي چې دوی د نورو امریکایي وګړو د خوشې کولو لپاره له واشنګټن سره رغنده او مستقیمو خبرو اترو ته چمتو دي