غزه کې په ماتې د صهیونیست جنرال ادعا
ګیورا ایلند چې د صهیونیستي رژیم یو متقاعد جنرال او د فلسطین پر خلکو د بریدونو یو له اصلي پلان جوړونکو څخه ده، ویلي یې دي چې د غزې جګړه د دې رژیم لپاره یوه لویه ماتې وه.
هغه ویلي دي چې د دې رژیم لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو خپل اهداف نه دي ترلاسه کړي.ایلنډ ویلي دي چې خبرې اترې باید یوازې په یوه میاشت کې پای ته رسیدلي وای، خو نتانیاهو یې مخه ونیوله؛ یو سل او شل صهیونیستي عسکر ووژل شول، او دا یوه لویه ماتې ده.صهیونیستي رسنیو هم د نتانیاهو د کابینې پر ضد د لاریون کوونکو له خولې ویلي چې د رژیم لومړی وزیر دروغ وایي او دا سرتیري په غزه کې هغه مهال ووژل شول کله چې هغه په خبرو اترو بوخت وود صهیونیستی رژیم نورو مشرانو اعتراف کړی چې د غزې د خلکو پر وړاندې د شاوخوا څلور سوه او اویا ورځو جګړې وروسته، دوی نه د حماس غورځنګ په له منځه وړلو کې بریالي شوي او نه هم صهیونیستي بندیان بیرته خپلو کورونو ته ستانه شوي دي.