د خدیم اف سي ټیم لپاره د فوټبال فدراسیون حکم
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i39794-د_خدیم_اف_سي_ټیم_لپاره_د_فوټبال_فدراسیون_حکم
وروسته له هغه چې د سرپل خدیم اف سي لوبډلې په هرات کې د افغان اتلانو لیګ سیالیو څخه لاس واخیست، د افغانستان فوټبال فدراسیون پر دې لوبډلې بندیز ولګاوه.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
جدی 25, 1403 13:22 Asia/Kabul
  • د خدیم اف سي ټیم لپاره د فوټبال فدراسیون حکم

وروسته له هغه چې د سرپل خدیم اف سي لوبډلې په هرات کې د افغان اتلانو لیګ سیالیو څخه لاس واخیست، د افغانستان فوټبال فدراسیون پر دې لوبډلې بندیز ولګاوه.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون قضايي څانګې رسمي حکم صادر کړ او د سرپل خدیم اف سي فوټبال لوبډله او د هغې اجرایوي رییس یې په سخته سزا محکوم کړل.خدیم اف سي فوټبال لوبډله د شپږو کلونو لپاره د اتلانو له لیګ او د لوبډلې مدیر جاوید کریمي د تل لپاره فوټبال څخه منع شو.دا حکم، چې د انضباطي قانون د نهمې مادې سره سم صادر شوی، نورې جریمې هم پکې شاملې دي. د خدیم اف سي فوټبال لوبډله باید دوه سوه پنځوس زره افغانۍ جریمه ورکړي.خدیم اف سي فوټبال لوبډله په نهمه اونۍ کې له ټورنمنټ څخه ووتله او کوربه ښار یې پریښود