د یوناما له مشرې سره د پاکستاني چارواکې لیدنه
جدی 25, 1403 13:16 Asia/Kabul
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت وايي چې ددغه وزارت مرستیالې امینه بلوچ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي له مشرې روزا اوتونبایوا سره لیدنه او خبرې اترې وکړې
وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې دا غونډه په اسلام آباد کې د مسلمانو ټولنو د نجونو زده کړو په اړه د نړیوال کنفرانس په څنډه کې وشوه.د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وویل چې دواړو خواوو په افغانستان کې د پرمختګونو او د دې هیواد د بشري ننګونو د حل لپاره د نړیوالې ټولنې د هڅو په اړه خبرې وکړې.تر دې مخکې، د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي، محمد صادق، هم له میرمن اوتونبایوا سره د افغانستان د اوسني وضعیت او په هیواد کې د بشري هڅو په اړه لیدلي او خبرې اترې کړې وې.اوتونبایوا په مسلمانو ټولنو کې د نجونو د زده کړې په اړه د دوه ورځني نړیوال کنفرانس د ګډونوالو په ډله کې ده