د 15 برښنايي پېژندپاڼو وېش
جدی 24, 1403 13:28 Asia/Kabul
د سرپرست حکومت د احصایې او معلوماتو اداره وايي چې د پېژندپاڼو د وېش له پیل راهیسې، پنځلس میلیونه کسانو ته برېښنايي پېژندپاڼې ورکړل شوې دي.
دا اداره وايي چې په افغانستان کې د سرپرست حکومت له واک ته رسېدو راهیسې یوازې نهه میلیونه پېژندپاڼې وېشل شوي دي.د احصایې او معلوماتو ادارې لخوا د ورکړل شویو شمېرو له مخې، نهه میلیونه اوه شپیته زره پېژندپاڼې نارینه وو ته او پنځه میلیونه نهه سوه دوه پنځوس زره پېژندپاڼې ښځو ته ویشل شوي دي.دې ادارې ویلي دي چې د روان کال د چنګاښ اوولسمې نیټې راهیسې، په ایران، پاکستان او ترکیه کې هم د پېژندپاڼو د وېش مرکزونه فعال شوي دي.