ایران کې د افغان زده کړیالانو په تړاو خبرې اترې
جدی 23, 1403 17:19 Asia/Kabul
په تهران کې د سرپرست حکومت سفیر د ایران د علومو مرستیال وزیر سره په خبرو کې وویل چې کابل د ایران له تعلیمي فرصتونو او ظرفیتونو څخه د افغان زده کونکو لپاره کار اخلي.
فضل محمد حقاني ویلي دي چې د هیواد په پوهنتونونو کې د زده کړیالانو د ننګونو د حل لپاره د اکاډمیکې همکارۍ او ګډو غونډو د پیاوړتیا لپاره کار کوي.د سرپرست حکومت د سفارت مطبوعاتي دفتر وویل چې په دې غونډه کې،دواړو خواوو د افغان زده کونکو لپاره د تعلیمي فرصتونو د زیاتوالي او همدارنګه د زده کونکو لپاره د شته ننګونو د حل په اهمیت ټینګار وکړ.په معمول ډول؛ د ایران پوهنتونونه هر کال افغان زده کونکو ته په سلګونو سکالرشپونه ورکوي.