جدی 23, 1403 17:18 Asia/Kabul
  • د چابهار په تړاو د افغانستان او ایران سلامشورې

د سرپرست حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیز په کابل کې د ایران سفارت له سرپرست سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی دی.

د سوداګرۍ وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د غونډې اصلي موضوع اوسپنې پټلۍ سره د چابهار نښلول او د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګریزو خنډونو لرې کول وو.د دې خبرپاڼې له مخې؛ د دواړو خواوو ترمنځ د لارې نقشې لاسلیکولو، په افغانستان کې د پانګونې په اړه د باور جوړول، د ټرانزیټ لګښتونو کمول،اوسپنې پټلۍ سره د چابهار نښلول، ګمرکي تعرفو او بانکدارۍ په اړه خبرې وشوېافغانستان او ایران د یو بل له مهمو اقتصادي او سوداګریزو شریکانو څخه دي، چې هر کال یې سوداګري څلور ملیارد ډالرو ته رسیږي.