د افغانستان پر وړاندې د کرکټ نړیوالې شورا دریځ
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i39670-د_افغانستان_پر_وړاندې_د_کرکټ_نړیوالې_شورا_دریځ
د کرکټ نړیوالې شورا اعلان کړی چې دا اداره د افغانستان وضعیت په پام کې نیسي او د افغانستان د کرکټ بورډ او د هیواد د ملي لوبډلې غړو سره به کار ته دوام ورکړي.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
جدی 22, 1403 13:21 Asia/Kabul
  • د افغانستان پر وړاندې د کرکټ نړیوالې شورا دریځ

د کرکټ نړیوالې شورا اعلان کړی چې دا اداره د افغانستان وضعیت په پام کې نیسي او د افغانستان د کرکټ بورډ او د هیواد د ملي لوبډلې غړو سره به کار ته دوام ورکړي.

دا غبرګون د اتلانو جام کې د افغانستان پر وړاندې د لوبې د بایکاټ کولو غوښتنې وروسته رامنځته شو.دې بنسټ ویلي دي چې دوی هڅه کوي د افغانستان کرکټ ته وده ورکړي او د هغې د پراختیا لپاره غوره فرصتونه رامینځته کړي.تېره اونۍ، یو سل او شپیته برتانوي سیاستوالو د خپل هیواد کرکټ بورډ څخه وغوښتل چې د افغانستان پر وړاندې لوبه لغوه کړي.له هغې وروسته؛ د سویلي افریقا د سپورت وزیر ګیتون مک کنزي اعلان وکړ چې د افغان ښځینه لوبغاړو په سپورت باندې د بندیز او د سرپرست حکومت لخوا د افغان ښځینه کرکټ ملي لوبډلې د منحل کیدو له امله به افغان لوبډلې سره دې لوبه لغوه شيخو اوس د کرکټ نړیوالې شورا دا غوښتنه رد کړې او ویلي یې دي چې د افغانستان کرکټ لوبډلې سره به همکاري دوام ولري.