جدی 22, 1403 16:47 Asia/Kabul
  • د افغانانو په تړاو د داکتر پزشکیان څرګندونې

د ایران ولسمشر ډاکټر مسعود پزشکیان سیستان او بلوچستان ولایت ته د سفر په ترڅ کې وویل چې د افغانستان خلک زموږ وروڼه دي او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د سنت او د خدای د کتاب پر بنسټ، موږ باید هڅه وکړو چې اسلامي ځمکې پراختیا ومومي.

د ایران ولسمشر ویلي دي چې که موږ ځانونه اصلاح کړو، ټول مسلمانان به وقار ترلاسه کړي.ښاغلي پژشکیان ویلي موږ باید هڅه وکړو چې دواړه هیوادونه آباد او په خپلو ټولو چارو کې بریالي اوسوهغه ټینګار وکړ چې ایران خپلو ګاونډیانو ته د وروڼو په سترګه ګوري، نه د سیالانو په توګه، او موږ به د مرستې لپاره هر څه وکړو.