جدی 22, 1403 16:45 Asia/Kabul
  • د نړیوالې محکمې بندیزونو ته د بنت غبرګون

د امریکا د کانګرس لخوا د نړیوالې جنایي محکمې په وړاندې د بندیزونو له لګولو وروسته، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچارډ بینټ، ویلي دي چې د امریکا دا اقدام په ځینو هیوادونو، په ځانګړې توګه افغانستان کې د محاکمې شرایط ستونزمنوي.

وروسته له هغه چې محکمې د صهیونیستي مشرانو د نیولو امر صادر کړ، امریکا یو ځل بیا د صهیونیستي رژیم ملاتړ څرګند کړ، او اوس د امریکا کانګرس د جزا نړیواله محکمه تر بندیزونو لاندې نیولېښاغلي بینټ ټینګار وکړ چې د امریکا دا اقدام او د نړیوالې محکمې مالي محدودیتونه به هغه هیوادونه چې د نړیوالو جرمونو قربانیان دي له ډیرو ستونزو سره مخ کړي.د جرمونو په نړیوالې محکمې دا بندیزونه وروسته له هغه ولګول شول چې د صهیونیستي رژیم د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو او د جګړې د پخواني وزیر یوآو ګالانت د نیولو امر یې صادر کړ