جدی 22, 1403 16:44 Asia/Kabul
  • اسلامي هیوادونو ته د افغان ښځو لیک

یو شمېر افغان ښځو یو پرانیستی لیک کې د اسلامي هیوادونو له مشرانو غوښتي چې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د محدودیتونو پر وړاندې اقدام وکړي.

دوی د اسلامي همکاریو سازمان په مشرۍ د یو خپلواک کمیسیون د جوړولو غوښتنه کړې چې د سرپرست حکومت پالیسۍ وڅاري.په لیک کې راغلي چې یو شمیر اسلامي هیوادونه دې کړنو څخه خبر دي، او ښکاري چې د افغان میرمنو کړاو او چیغې د دوی لومړیتوب نه دی.د دې لیک په دوام کې راغلي "موږ د نړیوالې اسلامي ټولنې له مشرانو او غړو څخه غواړو چې موږ سره ودریږي او د عدالت، انصاف او شفقت اصولو ملاتړ وکړي."ټاکل شوې ده چې په اسلامي ټولنو کې د نجونو د زده کړې په اړه د جدې په دوه ویشتمه او درویشتمه په پاکستان کې غونډه جوړه شي، چې له څلوېښتو څخه زیات اسلامي هیوادونه په کې ګډون کوي.