د اتلولۍ جام ته د افغان لوبغاړو ورستنېدل
جدی 20, 1403 17:40 Asia/Kabul
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې له لورې د نړیوالو سیالیو له پایته رسېدو وروسته، یو شمېر لوبغاړي هېواد ته ستانه شول
افغان لوبغاړو د زمبابوې پر وړاندې د درې شل آوریزو لوبو لړۍ وګټلې او د یو ورځنیو، شل آوریزو او ټیسټ سیالیو جامونه یې هم هېواد ته راوړی دي.افغانستان د روانې میاشتې له اوولسمې نېټې څخه تر یوویشتمې نیټې پورې نړیوالې شل آوریزې او پنځوس آوریزې نړیوالې سیالۍ او دوه ټیسټ سیالۍ په بریالیتوب سره بشپړې کړې او د اتلولۍ جامونه یې هم هېواد ته راوړل.