جدی 20, 1403 17:37 Asia/Kabul
  • پر یمن د امریکا او انګلستان برید

امریکايي او بریتانوي یرغلګرو ځواکونو نن سهار د یمن په عمران او صنعا ولایتونو کې پر دوو سیمو بریدونه وکړل

یمني رسنیو خبر ورکړی چې د اشغالګرو جنګي الوتکو د یمن په شمالي عمران ولایت کې د حرف سفیان پر سیمو او همدارنګه د یمن د پلازمینې صنعا په جنوب کې درې ځله بریدونه کړي دي.د یمن په لوېدیځ کې د الحدیده ولایت پر اللحیه سیمې هم د حملې خبر ورکړل شوی دی.تر اوسه د دغه پوځي یرغل د زیانونو او احتمالي تلفاتو په اړه کوم راپور نه دی خپور شوی.د یمن د انصارالله غورځنګ مخکې ویلی وو چې په دغه ډول حملو سره به دوی له خپل دریځه په شا نه شي او په اشغال شویو سیمو کې د صهیونیسټي رژیم او د هغوی د امریکايي او لوېدیځو ملاتړو ځایونه او مرکزونه به په نښه کړي.