جدی 20, 1403 17:34 Asia/Kabul

په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو د جنايتونو په اړه له پرلپسې افشارګریو وروسته، دا ځل د بريتانيا د هوايي ځواک يوه افسر د ملکي افغانانو د وژنې په اړه د پلټنو پر مهال اعتراف کړی او ویلي چې د دغه هېواد ځانګړو ځواکونو په خپلو عملياتو کې ملکي وګړي په قتل رسولي دي.