ایران ته د السوډاني له سفر وروسته د عراق بیانیه
جدی 20, 1403 17:30 Asia/Kabul
د عراق د حکومت وياند، ایران ته د عراق د لومړي وزير محمد شياع السوډاني د سفر په تړاو، دغه سفر بريالى او برخليک ټاکونکى بللى دى
باسم العوادي ویلي چې د دغه سفر په ترڅ کې د عراقي او ایراني چارواکو ترمنځ د سیمه ایزو بدلونونو په تېره بیا د سوریې پر وضعیت خبرې شوي دي.هغه څرګنده کړې چې د دغه سفر په بهير کې د عراق او ايران ترمنځ تفاهم ليکونه او هوکړې ارزول شوي دي.د عراق لومړی وزیر محمد شیاع السوډاني د ایران له ولسمشر مسعود پزشکیان او نورو چارواکو سره د کتنې په موخه، پرون سهار په یوه ورځني سفر تهران ته ورسېد.