د امریکا پر وړاندې د عراق پر درېدنې د ایران د رهبر ټینګار
جدی 20, 1403 17:29 Asia/Kabul
د ایران د اسلامي انقلاب رهبر ټینګار کړی، شواهد ښیي چې امریکایان په عراق کې د خپل حضور د ثبات او پراخولو هڅه کوي، چې باید د دغه اشغالګریو پر وړاندې په جدي توګه درېدنه وشي
حضرت آیت الله خامنه يي دغه څرګندونې په تهران کې د عراق له لومړي وزیر محمد شیاع السوډاني سره په کتنه کې کړي او د عراق د مختلفو مذهبونو او قومونو ترمنځ د وحدت او انسجام پر ضرورت باندې ټینګار کړی دی.د ایران د اسلامي انقلاب رهبر همدارنګه ویلي، هرڅومره چې عراق آرام او امن وي، په هماغه اندازه به د ایران د اسلامي جمهوریت په ګټه هم وي.د عراق لومړي وزیر په دغه کتنه کې ټینګار کړی چې د عراق دریځ تل د سوریې د خلکو د ارادې او د دغه هېواد د خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا ساتل دي.