د پاکستان پر وړاندې د کډوالو چارو وزارت غبرګون
جدی 20, 1403 17:24 Asia/Kabul
په پاکستان کې د افغان کډوالو د ایستلو او ځورولو د نوې څپې په پیل سره، د سرپرست حکومت د کډوالو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې د دغه اقدام د بندېدو غوښتنه کړې ده
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وياند عبدالمطلب حقاني ویلي، په رسمي ډول د پاکستان له حکومته غواړي چې له افغان کډوالو سره دې له زغمه کار واخلي او له هغوى سره دې ناسم چلند ودروي.نوموړي همدارنګه له افغان کډوالو څخه وغوښتل چې د خپل عزت د ساتلو لپاره دې په خپله خوښه هېواد ته ستانه شي.تر دې مخکې، په اسلام اباد کې د افغانستان په سفارت کې د سرپرست حکومت چارواکي ویلي وو چې په تېره یوه اونۍ کې تر آته سوه ډېر افغان کډوال د پاکستاني پولیسو له خوا نیول شوي دي.