جدی 20, 1403 17:22 Asia/Kabul
  • په سوریه کې د ټولګډونه حکومت پر جوړولو د ایران ټینګار

په ملګرو ملتونو کې د ایران سفیر او دایمي استازي امیر سعید ایرواني د امنیت شورا په غونډه کې چې د سوریې په اړه جوړه شوې وه، ټینګار کړی چې تهران په دغه هېواد کې د یوه ټولګډونه حکومت له جوړېدو ملاتړ کوي.

هغه ویلي چې دغه بهیر باید د بهرنیو هېوادونو له مداخلې پرته په ولسي توګه ترسره او په دغه هېواد کې د خلکو رول باید پراخ شي.په ملګرو ملتونو کې د ایران استازي ویلي چې هېواد یې یو ځل بیا د سوریې د ملي حاکمیت، خپلواکۍ، یووالي او ځمکنۍ بشپړتیا په اړه خپله کلکه ژمنه اعلانوي.په همدې حال کې ښاغلي ایرواني څرګنده کړې چې له سوریې څخه د ایران وتل په مسئولانه توګه ترسره شوي او ټول هغه مسایل چې د دغه هېواد د خلکو پر وضعیت اغیزه کوي، په پام کې نیول شوي دي.