جدی 19, 1403 16:58 Asia/Kabul
  • د افغان کډوالو ایستلو ته غبرګونونه

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکونکي په پاکستان کې د افغانانو د نیولو او جبري شړلو په غبرګون کې ویلي چې دا بهیر باید ودرول شي.

ریچارډ بینیټ وویل چې د کډوالو او په ځانګړې توګه د زیان منونکو خلکو حقونو ته باید اسلام آباد درناوی وکړي.هغه وویل، هغه کډوال چې په پاکستان کې یې پناه اخیستې د ښه چلند مستحق دي.د ملګرو ملتونو دغه چارواکي له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د افغان کډوالو د ځای پر ځای کولو لپاره کوربه هېوادونو لکه پاکستان ته مرستې زیاتې کړيپه افغانستان کې د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپورورکونکي دا غبرګون په داسې حال کې دی، چې د پاکستاني پولیسو له خوا سلګونه افغان کډوال په زور او غیر انساني ډول له دغه هېواده ایستل شوي دي.