افغانستان ته د مرستو پرېکیدو احتمال
د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون په فلوریډا کې په یوه خبري کنفرانس کې ادعا وکړه چې امریکا طالبانو ته میلیاردونه ډالر ورکړي او دا لګښتونه د منلو وړ نه دي
هغه وویل چې دا مرستې باید سمدستي ودرول شي او په افغانستان کې د طالبانو د درې کلنې واکمنۍ پر مهال د جوبایډن ناسم سیاستونه باید پای ته ورسېږي.دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د استازو جرګې غړي تیم بورچت د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته په یوه لیک کې له افغانستان سره د امریکا د مرستو د سمدستي بندېدو غوښتنه کړې ده.د امریکا د استازو جرګې دغه غړي ټینګار کړی چې له افغانستان سره باید مرستې دوام ونه کړي.د سرپرست حکومت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت وايي، له دوی سره د امریکا د میلیاردونو ډالرو مرستې ادعا په بشپړه توګه دروغ ده او هغه یې په کلکه ردوي.هغه وویل چې امریکا نه یوازې له افغانستان سره مرسته نه ده کړې بلکې له دغه هیواد څخه یې په ملیاردونو ډالر اخیستي او بند کړي یې دي او د دوی حکومت له امریکا څخه هیڅ تمه نه لري او له دغه هیواده یې هیڅ ډول مرسته نه ده غوښتې.