تهران ته د عراق د لومړي وزیر سفر
د عراق لومړی وزیر د ایران له ولسمشر سره د کتنې په موخه تهران ته ورسېد.
محمد الشیاع السوډاني به په دغه یو ورځني سفر کې له مسعود پزشکیان سره د دوه اړخیزو اړیکو او په سیمه کې د پرمختګونو په هکله خبرې اترې وکړي.په هوايي ډګر کې د ښاغلي السوداني هرکلی د ایران د اقتصاد او خزانې وزیرانو لخوا وشود عراق لومړي وزیر ویلي دي چې د ده ننۍ لیدنه د دواړو هیوادونو ترمنځ د همکاریو او اړیکو د پراخولو په چوکاټ کې ده او د دې همکاریو د پراخولو هڅې روانې دي.هغه وویل چې د ایران له ولسمشر او وزیرانو سره یې ښه کتنه لرله او په مختلفو اقتصادي او پراختیایي برخو او همداراز د ټولنیزو او دیني مسایلو او د پخوانیو موافقو په اړه یې خبرې وکړې.دا سفر په داسې حال کې کېږي چې د ایران ولسمشر د روان لمریز کال د سنبلې په یوویشتمه په خپل لومړني بهرني سفر کې عراق ته ولاړ او د دغه هېواد له کردستان سیمې یې هم لیدنه وکړه.