جدی 19, 1403 16:55 Asia/Kabul
  • افغانستان کې په سیمکارتونو د کنترول ادعا

د سرپرست حکومت د مخابراتو وزارت وايي، دغه اداره په افغانستان کې د کارېدونکو سیم کارتونو بشپړ کنټرول لري

د دغه وزارت سرپرست نجيب الله حيات حقاني وايي، سيم کارت هغه څه دي، چې بايد د يوه کس د پېژندنې لپاره د اساسي وسيلې په توګه وکارول شي.د دغه وزارت سرپرست وايي؛ کله چې د پیژندنې مسله شتون نلري، سیم کارت باید د شخص د پیژندلو وسیله وي. نن ورځ تاسو ګورئ چې سیم کارتونه په بشپړ ډول د کنټرول لاندې دي.دا په داسې حال کې ده چې په تېر حکومت کې په افغانستان کې د سیم کارتونو د مالکیت په اړه د سخت کنټرول نشتوالي له امله له دې څخه د ترهګریزو بریدونو د یوې وسیلې په توګه کار اخیستل کېده او له دې لارې د دې کار عامل نه شو پېژندل کیدی