د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په بهرنیو چارو وزارت کې په بېلابېلو کچو کې د بدلونونو خبر ورکړ او وویل چې د دغه وزارت یو شمېر چارواکي د افغانستان دننه او بهر بېلابېلو پوستونو کې ګمارل شوي دي