د ایران اسلامي انقلاب رهبر وینا
جدی 19, 1403 16:52 Asia/Kabul
د ایران اسلامي انقلاب رهبر نن په خپله وینا کې وویل چې په تیرو څو لسیزو کې امریکا د ایران په هکله محاسبه غلطه کړې ده
د انقلاب رهبر له خلکو سره په لیدنه کې ټینګار وکړ چې امریکا د ایران په خلاف ډېرې تېروتنې وکړې.هغه وویل: دښمن تل د دروغ ویلو او د حقایقو او عامه افکارو ترمینځ د واټن رامینځته کولو لپاره له وسیلو کار اخیستی دی او تل یې ویلي چې ایران کمزوری کوي. په داسې حال کې چې هغه پخپله کمزوری شوی خو ځای پياوړی څرګندويد انقلاب رهبر په وینا دا هماغه دروغجن تبلیغات دي چې دښمنان یې کاروي او ځینې یې د همدې تبلیغاتو تر اغیزې لاندې راځي.هغه وویل د ایران کلتوري او اعلاناتو څانګې باید اجازه ورنکړی چې د دښمن تبلیغات د خلکو په افکارو اغیز وکړي