د مقاومت د محور په اړه د ایران بهرنیو چارو وزیر څرګندونې
جدی 18, 1403 17:09 Asia/Kabul
د ایران بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د جنرال قاسم سلیماني د شهادت د کلیزې په مناسبت په جوړو شویو مراسمو کې وویل چې د قاسم سلیماني ښوونځی د مقاومت ښوونځی دی.
عراقچي وویل، حاجي قاسم سلیماني د مقاومت مکتب د مقاومت په جریان او غورځنګ بدل کړ او دغه غورځنګ اوس هم په سیمه کې پیاوړی دی او د صهیونیستي رژیم او مستکبرانو په وړاندې جنګیږي.د ایران بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه، د مقاومت جبهه د ودې په حال کې ده او دښمنان د فکر نه کوي چې د دوی په وروستیو بریدونو سره به دغه جبهه کمزورې شي، بلکې دا ښونځی به لا پیاوړی او لوی شي.هغه په وروستیو میاشتو کې د شهید حسن نصرالله په شمول د مقاومت د یوشمیر مشرانو شهادت ته په اشارې سره وویل زه هیڅ شک نلرم چې د شهید نصرالله په وینو سره به د لبنان د حزب الله غورځنګ پیاوړی شي .